د بنګلهدېش لنډمهالي حکومت د پخوانۍ لومړۍ وزيرې شيخ حسينې د ګوند “عوامي ليګ” ټول فعاليتونه بند کړي دي.
د الجزيرې راپور له مخې، دغه پرېکړه وروسته له هغې شوې چې تېر کال د محصلينو په مشرۍ پاڅون کې حسينه له واکه لېرې شوه.
د بنګلهدېش د لنډمهالي کابينې مشري د نوبل جايزې ګټونکی محمد يونس کوي او د بنګلهدېش د قانوني چارو سلاکار اصف نصرالله ويلي، چې دغه بنديز د ترهګرۍ ضد قانون له مخې لګول شوی دی.
د عوامي لیګ ګوند چې د شیخ حسینه په مشرۍ څو ځله واک ته رسېدلی، په تېرو لسیزو کې د بنګلهدېش یو له ستر او پیاوړي ګوندونو څخه ګڼل کېده.