د اطلاعاتو او کلتور وزارت هنري اتشې قاري حمیدالله تمکین د ترکیې په پلازمېنې انقره کې د اسلامي هنرونو په نړیوال نندارتون کې برخه اخیستې وه.
دغه درې ورځنی نندارتون د ترکیې د دیانت او دیني چارو ریاست له لوري جوړ شوی و، چې د اسلامي هنر بېلابېل اثار، لاسي صنایع، د خوشنویسۍ او نقاشۍ اثار، دودیزې جامې او د ترکیې د ټولو ولایتونو کلتوري اثار پکې نندارې ته اېښودل شوي وو.
یاده دې شي، چې په دې ننداراتون کې د بېلابېلو هېوادونو کلتوري اتشو او ډیپلوماټانو هم ګډون کړی وو.