ډېر لوستل شوي

د افغانستان، چين او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو د ډيالوګ ناسته په کابل کې کېږي

د کورنيو چارو وزارت سرپرست خليفه سراج‌الدين حقاني د چين ځانګړي استازي يو شيايونګ او د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق خان سره کتلي دي.

ياد وزارت وايي، په دې ناسته کې د افغانستان، چين او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو د ډيالوګ د پنځمي ناستې د موضوعاتو د تعقيب، د راتلونکې شپږمې ناستې، د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د پنځمې غونډې او د درې واړو هېوادونو ترمنځ د سياسي او اقتصادي همکاريو د پراختيا په تړاو خبرې شوې دي.

ښاغلي حقاني د سیمې هېوادونو ترمنځ د اړيکو پر پراختيا ټنګار کړی او زياته کړې يې ده، چې د اقتصادي او سیاسي اړیکو پراختیا او سیمه‌ییز هوکړه د متقابل درناوي او تعامل له لارې تر لاسه کېدلی شي.

د يادو هېوادونو ځانګړو استازو افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب او  پر متقابل تعامل ولاړو اړیکو د لا پیاوړتیا ژمنه تازه کړې ده. د ويلو ده، په دې ناسته کې هوکړه شوې چې د دری واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ډیالوګ شپږمه ناسته به د یاد میکانیزم د تسلسل په توګه، په کابل کې ترسره شي.

اړوند خبرونه