ډېر لوستل شوي

د شبرغان-الوان د برېښنا پروژې چارې ۸۵ سلنه پرمخ وړل شوي

د رياست‌الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند نن د افغان انوېسټ خصوصي شرکت له مسوولينو سره کتلي دي.

اقتصادي معاونيت د ياد شرکت د مسوولينو په حواله ويلي، چې د شبرغان – الوان دښتې ۵۰۰ کیلو ولټ مزي غځولو پروژې چارې په ښه توګه دوام لري، چې اوس‌مهال یې ۸۵ سلنه چارې پرمخ تللې او په ټاکلي وخت کې به بشپړې شي.

مسوولينو دغه راز زياته کړې، چې یاد شرکت د غور د تولک ولسوالۍ د سرب او جستو کان سروې بشپړه کړې او اوس‌مهال یې په بنسټيزه توګه بيارغونه پيل کړې، چې له ۲۰۰ ډېر هېوادوال پکې په کار بوخت دي. ياده دې وي، چې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د یاد شرکت له ترسره شويو چارو خوښي څرګنده کړې او د ټولو شریکو شويو ستونزو د حل ډاډ یې هم ورکړی دی.

اړوند خبرونه