د عدليې وزارت د ځمکو د غصب مخنيوي او غصب شويو ځمکو د استرداد کمېسيون مسوولين وايي، چې تر دې مهاله څه باندې ۱۲.۷ ميليونه جريبه ځمکه ثبت شوې ده.
د ياد کمېسيون مسوولينو د حکومت اطلاعاتو او رسنيو په مرکز کې په يوې خبري ناسته کې دا د غاصبينو او غیر قانوني متصرفينو پر وړاندې لويه لاسته راوړنه بللې ده. مسوولينو ډاډ ورکړی، چې د غصب شويو ځمکو د استرداد کمېسيون فعاليتونه به د نوي وزارت تر رامنځتهکېدو پورې په پوره دقت او جديت سره دوام ومومي.