ډېر لوستل شوي

عالیقدر زعیم: استخبارات د حکومت د ملا تیر دی

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د استخباراتو د مسوولینو لپاره په جوړ شوي یوه ورځني سمینار کې ګډون او وینا کړې ده.

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد ویلي، چې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی په دغه روزنیز او اصلاحي سمینار کې د استخباراتو پر ارزښت او اړتیا ارزښتناکه وینا کړې او استخبارات یې د حکومت د ملا تیر  بللي دي.

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ویلي، چې د اسلامي نظام استخبارات مکلف دي چې د دوښمن ټول ښکاره او پټ ویجاړونکي پلانونه شنډ کړي.

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله زیاته کړې، استخبارات باید هیچا ته اجازه ورنه کړي، چې په ښکاره او پټه د اسلامي او دیني شعایرو سپکاوی وکړي، استخبارات د نورو ادارو سره په ګډه باید د شریعت په پلې کولو او خلکو د ذهنونو په جوړلو کې ډېر کوښښ وکړي. یاده دې شي چې عالیقدر زعیم دې سمینار کې له خلکو سره پر غوره چلند، بندیانو سره پر ښه سلوک او نورو برخو کې هم سپارښتنې کړي دي.

اړوند خبرونه