ډېر لوستل شوي

له چيني استازي سره د مولوي اميرخان متقي کتنه؛ پر سياسي او اقتصادي همکاريو خبرې وشوې

د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي د افغانستان لپاره د چين له ځانګړي استازي يو شيايونګ سره وکتل.

د ياد وزارت د مطبوعاتو او عامه اړيکو رييس حافظ ضياءاحمد تکل وايي، په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي اړيکو او اقتصادي همکاريو د پراختيا په تړاو خبرې شوې دي.

ښاغلي متقي د چين له دوامداره ملاتړ څخه مننه کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې په سوداګريزه برخه کې پرمختګونه د ستاينې وړ بللي دي.

دغه راز د چين ځانګړي استازي په نړيواله ټولنه کې د افغانستان ملاتړ ته په دوام ټينګار کړی او زياته کړې يې ده، چې په اقتصادي پرمختګ کې به خپلې همکاري ونه‌ سپموي.

د ويلو ده، چې د دې ناستې په ترڅ کې د روانې ميلادي مياشتې په پای کې مولوي اميرخان متقي ته چين ته د رسمي سفر بلنه هم ورکړل شوه.

اړوند خبرونه