زرګونه اسراييليان د تلابيب ښار په مرکز کې راټول شوي او له حکومته يې د غزې پر وړاندې د جګړې د پای ته رسېدو او د يرغمل شويو اسراييليانو د ژر تر ژره د خلاصون غوښتنه کړې ده.
الجزيرې د “ټايمز اف اسراييل” په راپو کې د شای موزس چې مور او پلار يې په جلا تبادله کې له بنده خوشې شوي په حواله ويلي، چې د اسراييلو اصلي دښمن حماس نه؛ بلکې د صهيونېست رژيم لومړی وزير بنيامين نتنياهو دی.
په غزه کې د يرغمل شويو کورنيو نتنياهو د اوربند په تړاو په بېانعطافي تورن کړی او وايي، چې نوموړی دغه جګړه د خپلې شخصي او سياسي ګټو لپاره اوږدوي.