رويټرز راپور ورکړی، چې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د روانې مياشتې په ۱۵مه په استانبول کې له اوکراين سره د مخامخ خبرو اترو وړانديز کړی دی.
پوتين ويلي، چې موږ د کييف چارواکو ته وړانديز کوو، چې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ استانبول کې خبرې اترې بيا له سره پيل کړي.
دا په داسې مهال ده، چې تر دې وړاندې هم د دواړو هېوادونو ترمنځ مستقيمې خبرې پيل شوې وې؛ خو بيا په ۲۰۲۲ کال کې د کييف له لوري ودرول شوې.