د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له یو شمېر کورنیو پانګوالو سره کتلي دي.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت ویلي، چې دې کتنه کې یادو پانګوالو د حاجيګک وسپنې کان د یوه بلاک د کېندنې برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښکاره کړې.
پانګوالو همداشان ژمنه کړې، چې هېواد کې دننه د پروسس په موخه پر نړیوالو معیارونو او پرمختللې ټکنالوژۍ سمبال یوه کارخونه هم جوړوي.
دې پانګوالو ویلي چې د پروسس دا کارخونه به ۹ زره ټنه وسپنه تولیدوي او په مټ به یې ۶۰۰۰ هېوادوال دندې ومومي.
ورته مهال ملا عبدالغني برادر اخوند د یادو پانګوالو د دې پرېکړې هرکلی کړی او د اسلامي امارت له لوري یې ورته د بشپړ ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکړی دی.