ډېر لوستل شوي

امريکا او چين تر ۹۰ ورځو پورې پر يو بل تعرفې راټيټې کړې

امريکا او چين د متقابلو تعرفو د ټيټولو په اړه لنډمهالې هوکړې ته رسېدلي دي.

د رويټرز د راپور له مخې، امريکا پرېکړه کړې چې پر چيني توکو لګول شوې ۱۴۵ سلنه تعرفه ۳۰ سلنې ته راکمه کړي. له بلې خوا، چين هم هوکړه کړې چې پر امريکايي وارداتو لګول شوې ۱۲۵ سلنه تعرفه ۱۰ سلنې ته راټيټه کړي.

وړاندې شوې هوکړه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريز کړکېچ د کمولو لپاره شوې، چې د ۹۰ ورځو لپاره به عملي کېږي.

اړوند خبرونه