د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولينو ته د اوزبيکستان هېواد يوه کرنيزه مرستندويه جوپه د بلخ په حيرتان بندر کې وسپارل شوه.
د ياد وزارت د غلهجاتو رييس مولوي مصباحالدين مستعين وايي، په دې مرستو کې ۲۰ ټنه د شولې، ۵ ټنه د پنبې او ۱.۳ ټنه د سبزيجاتو تخمونه شامل دي.
د ښاغلي مستعين په وينا، ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکي کې اوزبیکستان له افغانستان سره د کرنیزو وسایلو او ماشینونو مرسته هم وکړي.
ياده دې وي، چې د دې همکاریو موخه د افغانستان د کرنې د ظرفیتونو پیاوړتیا او بزګرانو ته د اصلاح شویو تخمونو او عصري وسایلو لاسرسي اسانه کول دي.