ډېر لوستل شوي

شیخ محمد خالد حنفي: د ا.ا بنسټ اطاعت دی، ټول بايد الهي احکامو ته ژمن واوسو

د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او د شکايتونو اورېدلو وزارت سرپرست شيخ محمد خالد حنفي د امارتي وزارتونو او غير امارتي ادارو له مرستيالانو سره کتلي دي.

ياد وزارت په يوه خبرپاڼه کې د امر بالمعروف د قانون د لا ښه پلي‌کېدو په موخه ناسته کې د ښاغلي حنفي په حواله ويلي، اطاعت د اسلامي امارت بنسټ جوړوي؛ نو په کار ده، چې په ټولو چارو کې د الله (ج) ، د رسول الله (ص)  او د اولي الامر بشپړ اطاعت وکړو او الهي احکامو ته ژمن واوسو.

د ويلو ده، چې ياد وزارت د اسلامي امارت له بنسټیزو او مهمو وزارتونو څخه دی، چې د ټولنې د اصلاح، د اسلامي ارزښتونو د پياوړتيا، د شرعي اصولو د ترويج او د غير شرعي اعمالو د مخنيوي په موخه فعاليت کوي.

اړوند خبرونه