ډېر لوستل شوي

غزې ته د خوراکي توکو جوپې رسېدلي

راپورونو ویلي چې له اوږده ځنډ وروسته د غزې اوسېدونکو ته بشري مرستې رسېدلي دي.

دا مرستې د نړیوالو ادارو او خیریه بنسټونو له لوري چمتو شوي، چې خوراکي توکي، درمل، او نور اړین توکي پکې شامل دي.

ځایي سرچینو ویلي چې پر مرستو بار لارۍ رفح ته رسېدلي او اړمنو خلکو ته د مرستو وېش پیل شوی دی.

یادې مرستې په داسې حال کې د غزې ته رسیږي چې اوسېدونکي یې په تېرو دوه نیمو کلونو کې له کلابندۍ او د لومړنیو اړتیاوو څخه بې برخې وو.

یاده دې شي چې د حماس جهادي غورځنګ له امریکا سره پر اوربند او د بشري مرستو پر لېږد خبرې اترې پیل کړي دي.

اړوند خبرونه