د ټولګټو وزارت وايي، په تېرو دوو اوونيو کې د وسپنې پټلۍ له لارې ۱۵۳ زره ۵۳۳ مټريک ټنه انتقالات شوي دي.
د ياد وزارت وياند محمد اشرف حقشناس ويلي، چې د حيرتان بندر له لارې ۱۲۸ زره ۸۸۴ ټنه، د اقيني بندر له لارې ۱۱ زره ۸۳۹ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۱۱ زره ۱۲۵ ټنه او د خواف ـ هرات له لارې ۱۱ زره ۶۸۵ ټنه انتقالات شوي دي.
د نوموړي په وينا، چې په دې موده کې د انتقالاتو له ډلې ۶ زره او ۸۷۱ ټنه ټرانزيټ او صادرات دي، چې يوه برخه يې وچه مېوه، معدنې ډبرې، وريجې، د انارو جوس او کچالو دي.
ټولګټو وزارت ډاډ ورکړی، چې سوداګرو ته به د انتقالاتو په برخه کې د لا ډېرو اسانتياوو د رامنځتهکېدو په موخه وړ زمينه برابره کړي.