د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت سرپرست ملا حميدالله اخوندزاده نن په کابل کې د اذربايجان له سفير الهام محمدوف سره کتلي دي.
ياد وزارت وايي، په دې ناسته کې دواړو لوريو د افغانستان او اذربايجان ترمنځ د ټرانسپورټي اړيکو د پراختيا، د ترانزيټي اسانتياوو په رامنځتهکېدو، د لاجوردو لارې ارزښت او د دې دهلېز له لارې د انتقالاتو په تړاو خبرې کړې دي.
ښاغلي اخوندزاده ويلي، چې د افغانستان له لارې د سيمې هېوادونو ته د اذربايجان د سوداګريزو توکو د لېږد زمېنه برابره شوې او دوی کولی شي، چې ګټه تر پورته کړي.
بايد وويل شي، چې د لاجوردو دهلېز افغانستان د ترکمنستان، اذربايجان، جورجیا او ترکيې له لارې له اروپا سره وصلوي، د سوداګریزو توکو د لېږد یوه مهمه لاره بلل کېږي.