د اندونيزيا په لوېديځ کې د مهماتو په يوه زوړ ډېپو کې د چاودنې له امله د څلورو عسکرو په ګډون لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي دي.
د رويټرز راپور له مخې، دغه چاودنه د جاوا په ښار کې هغه مهال رامنځته شوې، چې اندونيزيايي پوځي ځواکونه د زړو مهماتو په شنډولو بوخت وو.
ياده دې وي، چې اندونیزیا د سویل ختیځې اسیا یو لوی ټاپووزمه هېواد دی، چې له شاوخوا ۱۷ زره ټاپوګانو څخه جوړ دی.