د افغانستان اسلامي امارت د بهرینو چارو وزارت د امريکا متحده ایالتونو د کورني امنیت وزارت وروستۍ اعلامیه ستایلې او دا یې له شته حقیقتونو سم درک بللی دی.
دې اعلامیه کې ویل شوي چې د افغانستان امنیت او اقتصادي چاپېریال کې د پام وړ مثبت بدلون راغلی دی.
د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې د کورني امنیت او اقتصادي برخو ستاینه د اسلامي امارت پر لاسته راوړنو څرګند اعتراف دی.
افغان حکومت همدارنګه د لنډمهال لپاره د افغان مېشتېدنې د بندیز لغوه کول هم ستایلي دي. دې اعلامیه کې وړاندې ویل شوي: موږ د داسې دوه اړخیزو میکانیزمونو او خپلو اتباعو ته د قونسلي خدماتو په اهمیت ټینگار کوو چې له منل شویو معیارونو سره سم د پیچلتیاوو مخنیوی وکړي، د ملي امنیت اندیښنو ته ځواب ووایي او د راستنیدونکو اتباعو عزت او حقوق تضمین کړي.
یاده دې شي چې په دې وروستیو کې د کابل ـ واشنګټن اړیکې نوي ډیپلوماټیک پړاو ته داخلې شوي دي.