افغانستان او عراق کې جنګېدونکو برېټانوي عسکرو د کلونو سکوت مات کړی او اعتراف یې کړی چې دې دوو هېوادونو کې به یې پر خواږه خوب ویده ملکیان شهیدانول. بي بي سي ته په افغانستان او عراق کې دې جنګالیو منلې چې د ملکیانو پر وژنو روږدي شوي وو او د انسانانو له سرونو سره لوبې کول یې ورځنی ماموریت و.
ددغه څېړنیز راپور په پار هغه څوک غږول شوي چې په پورته دوو هېوادونو کې یې یا رسمي ماموریت درلود او یا هم د ناټو او په ځانګړي ډول له برېټانوي ځواکونو سره نږدې همکاران پاتې شوي وو. د افغانانو ټولوژنې له هېچا پټې نه دي او حتی همدغو اشغالګرو ځواکونو به د ملکیانو شهادت ویاړ ګڼله. د برېټانوي عسکرو سربېره د امریکا په مشرۍ په ناټو کې د شاوخوا ۴۰ غربي هېوادونو عسکرو لاسونه د افغانانو په وینو سره دي. بي بي سي ته ددې راپور د چمتوکولو پر مهال یوه عیني شاهد ویلي چې د برېټانیې ځواکونه د عامو انسانانو پر شهېدولو داسې روږدي شوي وو، لکه کوم څوک چې پر نشو روږدی وي او صبرېدل ترې ناشونی وي. نوموړي وړاندې زیاته کړې چې افغانستان کې ځینو عسکرو د انسانانو له وژلو خوند اخیسته او داسې یې محسوسوله لکه نشه چې کوي.
د بي بي سي موندنې ښیي چې دغو ځواکونو به افغانستان کې داسې کسان هم پر شهادت رسول شوي چې آن وسله به یې نه پېژندله او حتی لا به زلمي نه وو. ویل کیږي چې د شپنیو چاپو او د ورځې د به چې دې عسکرو ته کوم څوک په لاس ورتلل، صرفه به یې پرې نه کوله. شواهد ښیي چې عسکرو به چې کوم بېګناه افغان وواژه، نو بیا به یې ورسره کوم ماین، تومانچه او یا کلاشینکوف اېښوده؛ تر څو یې وسلوال معرفي کړي.
راپور کې ویل شوي، کومو عسکرو به چې ملکي وګړی نیولی و او مټې به یې له شا ورتړلې وې؛ نو په خپلو منځو کې به په شفري ژبه وغږېدل او ځای په ځای به یې وویشت.
د بي بي سي دا راپور ښکاره کوي چې ناټو عسکرو به له یوه سره د قتلونو حساب کاوه او د بې ګناه انسانانو په شهېدولو به یې سیالي کوله. په افغانستان کې د اشغال دوې لسیزې د اور او وینو لسیزې دي. د هغه مهال کیسې خورا زړه بوږنوونکې او پارونکي دي. په دې راپور کې چې بي بي سي چمتو کړی، یو ځای پکې د هغه پوځي کیسه شوې چې په یوه ټپي افغان پسې چاړه راباسي او سر یې ور پرې کوي. راپور لیکي چې عسکر دا کار ځکه کوي چې خپل چاقو په وینو سور وویني.
ددې هېواد د وګړو په توګه موږ او تاسو هغه پېښې هم ولیدې چې د نړۍ په تاریخ کې ابتکارې پېښې وې. په ډله ییزه توګه د افغانانو شهیدانول، پر مدرسو بمباري، پر ودونو بمباري، شپني عملیات، په سپو د انسانانو داړل، په خواږه خوب د زلمو شهیدانول، شپانه، اوښبه او کوچیان په نښه کول، کروندګر او خټګر له منځه وړل، کروندې او ځنګلونه لولپه کول او حتی د شهیدانو جسدونو ته سپکاوی او… . آیا کندز کې بمبار شوې مدرسه له چا هېرېدای شي؟ آیا د کندهار د پنجوابي پېښه توجیه کېدای شي!؟ افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو له جنګي جرمونو هېڅوک مخ نه شي اړولی.
یاد راپور وړاندې په ډاګه کوي چې برېټانوي چارواکي نه یوازې له دغو خپلسریو او جنایتونو خبر نه وو؛ بلکې هڅه یې کوله چې دا موضوع له هر چا پټه وساتي. د انسانانو د وژلو سربېره دا هم ستر جرم و چې ددې ځواکونو جنایتونه پټ ساتل کېدل او نه محاکمه کېدل.
که څه هم لوېدیځو هېوادونو په وار وار سره ویلي چې خپل هغه عسکر به محاکمه کوي چې په افغانستان کې یې جنګي جنایتونه کړي وي؛ خو تراوسه دا ژمنې نه دې پر ځای شوي او حتی همدغه عسکر مجازات څه چې مکافات شوي دي.
افغانستان کې د جنګي جرمونو او په تېره تېرو شلو کلونو کې د بهرنیانو جنایتونو باندې د بشري حقونو سازمان، د بښنې نړیوال سازمانونه او نور حقوقي بنسټونه خبر او مستند راپورونه پرې لري. داسې خپلسرې کړنې او جنایتونه نور هېوادونه هم زړوروي چې تر دې پر سختو جنایتونو لاس پورې کړي. دا چې افغانستان کې د بهرنیانو د اشغال پر مهال ډېرې نادودې شوي؛ نو افغانان یې هم د محاکمې مېز ته راکشول غواړي.
دا څلورم کال دی چې لله الحمد افغانستان له یوې تورې دورې راوتلی او اشغال مات شوی، خو افغانان لا هم له خپل پور نه دي پر شا شوي او جنګي غرامت غواړي. ملګري ملتونه، نړیواله جزایي محکمه، د بشري حقونو سازمان او نور باید او باید په دې تړاو بې پرې او رڼې څېړنې پیل کړي او د افغانانو وینې څښونکي د ټولو په مخ کې محاکمه کړي. که داسې ونه شي، نو سبا به د غزې د شهیدانو وینې هم بې پوښتنې پاتې شي، د عدالت پر نړیوالو محکومو به باور صفر او وحشت او بربریت به لا عام شي.
شنونکی: عمر ناصح
د امید راډيو د شننې او تبصرې څانګه