ډېر لوستل شوي

د اقتصادي کمېسیون تخنیکي کمېټې ناسته؛ د پراختيايي پروژو د ارزونې لپاره نوې سپارښتنې

د رياست‌الوزراء اقتصادي معاونيت د اقتصادي کمېسيون د تخنيکي کمېټې نوبتې ناسته په مرمرينه ماڼۍ کې ترسره شوه.

ياد معاونيت وايي، په دې ناسته کې د ښاري منظور شويو پلانونو د پلي کېدو په تړاو کاري کمېټې ته دنده سپارل شوې، چې د دې موضوع پوره ارزونه وکړي او خپل راپور دې د تخنيکي کمېټې له غړو سره شريک کړي.

دغه راز په دې ناسته کې د کونړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ د سکندره سیمې د نفرایټو کان د استخراج د تړون په اړه هم تفصیلي بحث شوی، چې د وروستۍ پرېکړې لپاره به یاده موضوع د اقتصادي کمېسیون عمومي غونډې ته وړاندې شي. همدارنګه په ياده ناسته کې ټولګټو وزارت ته هم دنده سپارل شوې، چې د بګرام له دوه لارې تر جبل‌السراج پورې د ۲۵.۶ کيلو متره سړک رغولو او د هجرت کلي د ۱۲.۵۱ کيلو متره سړک د جوړونې پروژې په تړاو خپل نظريات له تخنيکي کمېټې سره شريک کړي.

اړوند خبرونه