د رياستالوزارء د دفتر عمومي رييس ملا عبدالواسع خادم، د بلخ والي ملا محمد يوسف وفا او يو شمېر نظامي او ملکي مسوولينو د امام بخاري (رح) له زيارته څخه ليدنه کړې ده.
سرچينې وايي، د اسلامي امارت يادو لوړ پوړو چارواکو دغه زيارت ته د افغانستان د مجاهد پروره ولس يوه وطني هديه د ښه ګاونډيتوب، د ديني او اسلامي مينې د ډالۍ کولو په موخه سفر کړی دی. ياده دې وي، چې امام محمد بن اسماعيل بخاري رحمهالله د اسلامي نړۍ له سترو او نوميالي محدثينو څخه شمېرل کېږي، چې د “الجامع الصحيح” (صحیح البخاري) په نوم يې د حديثونو ستره مجموعه راټوله کړې ده.