د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سعودي عربستان ته د خپل سفر پر مهال پر سوریې د لګېدلو بندیزونو د لغوه کېدو اعلان کړی دی.
د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د ډونالډ ټرمپ دا پرېکړه ستایلې ده.
له بلې خوا، د سوریې دولتي رسنیو ویلي چې تمه ده سبا احمدالشرع هم ریاض ته سفر وکړي.
کارپوهان ورته اقدامات په منځني ختیځ کې د متحده ایالاتو د پالیسۍ د بدلون پیل ګڼي. له بلې خوا تل ابیب د واشنګټن لخوا منځني ختیځ ته پر لېوالتیا خپګان ښکاره کړی دی.
یاده دې شي چې ډونالډ ټرمپ په خپل لومړي بهرني سفر ریاض ته تللی دی.