ډېر لوستل شوي

ټرمپ سعودي عربستان ته سفر کړی

د امريکا متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ منځني ختيځ ته د سفر په موخه سعودي عربستان ته تللی.

الجزيرې د سپينې ماڼۍ له قوله ويلي، چې د ټرمپ دغه سفر به د اړيکو په پياوړتيا متمرکز وي.

ياده دې وي، سعودي عربستان، قطر او متحده عربي امارات د سیمې هغه ستر هېوادونه دي، چې ټرمپ هڅه کوي د اقتصادي، امنیتي او سیاسي همکاریو له لارې ورسره خپلې اړیکې لا پیاوړې کړي.

اړوند خبرونه