ډېر لوستل شوي

پکتیکا کې ۱۵ ښوونځیو ته ودانۍ جوړې شوې

د پکتیکا د پوهنې ریاست مسوولینو ویلي چې د دغه ولایت د مرکز په ګډون په ۱۴ ولسوالیو کې ۱۵ ښوونځيو ته ودانۍ جوړې او ګټې اخیستو ته سپارل شوي دي.

د یاد ولایت د پوهنې رییس ویلي چې دغو ښوونځیو ته ودانۍ د یونیسف موسسې په مالي ملاتړ د ۱۶۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۸ میاشتو په لړ کې جوړې شوي دي.

ورته وخت کې د سیمې اوسېدونکو د یادو ښوونځیو په جوړېدو خوښي څرګنده کړې او په وینا یې چې ددې ودانیو په جوړېدو سره به زده کوونکي له ګڼو ستونزو خلاص شي.

اړوند خبرونه