د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستيال مولوي احمدالله زاهد د چين د سن جینګ الکتریک شرکت له استازي سره کتلي دي.
ياد وزارت وايي، په دې ناسته کې د دغه شرکت استازي له سکرو څخه د برېښنا د تولید په برخه کې پانګونې لېوالتيا ښودلې او دغه راز يې په دې برخه کې د همکاریو غوښتنه هم کړې ده.
مولوي احمدالله زاهد د شرکت له لېوالتیا تود هرکلی کړی او افغانستان يې د پانګونې لپاره یو باوري ځای بللی دی. ښاغلي زاهد د سن جینګ الکتریک شرکت له استازي غوښتي، چې خپل کاري پلان دې د یاد وزارت د پانګونې له ریاست سره شریک کړي، تر څو د دغه ریاست متخصصین د پلان د لا پياوړتيا په موخه خپل نظرونه وړاندې کړي.