امنیتي او تصفیوي کمېسیون په خپل اېکس ددې کمېسیون د مسوول او د دفاع د سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد په مشرۍ د نوبتي ناستې د ترسراوي خبر ورکړی دی.
یاد کمېسیون په خپل اېکس وړاندې لیکلي چې په دې ناسته کې د هېواد عمومي امنیتي وضعیت ارزول شوی او پر شته امنیتي پرمختګونو بحث شوی دی.
ددې کمېسیون په ناسته کې د ملي دفاع سرپرست وزیر ویلي چې د نظام ټیکاو او د ولس د امنیت ساتنه د ټولو مسوولینو شرعي او ملي وجیبه ده.
یاده دې شي چې امنیتي او تصفیوي کمېسیون په منظم ډول د هېواد او سیمې د امنیتي وضعیت د جاج اخیستو په پار ناستې ترسره کوي.