د خوست د مقام دفتر په یوه خبر کې ویلي چې ددې ولایت په دوه منده ولسوالۍ کې د کوارس منرال یو کان کشف شوی دی.
د خوست ځایي مسوولینو ویلي چې دا کان ددې ولایت د کانونو د رییس او انجنیري ټيم په ملتیا دوه منده ولسوالۍ کې کشف شوی.
د خوست د کانونو رییس مولوي صادق جان حمزه ددې کان د موندنې اړوند ویلي چې خوست د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو په درلودلو سره په جنوب ختیځ زون کې یو شتمن ولایت دی. د خوست د کانونو ریاست اړوند د جیولوژي یوه انجنیر ویلي چې د کوارسو روڼوالي او د رګونو ګڼوالي ته په کتو ښکاري چې ددې منرال ډېری کانونه به دې ولایت کې وي.
یاده دې شي چې کوارس یا کوارتز منرال یو سخت منرال دی چې خلک یې کرسټال او یخک هم بولي.
له دې منرال څخه په ښیښه جوړونه، تلوېزیون سکرین، لاسي ساعتونو، تسلکوپ، دوربینونو او نورو آلو جوړولو کې کار اخیستل کیږي.