د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ قطر ته د سفر پر مهال ددغه هېواد له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره د دفاعي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا تړونونه لاسلیک کړي دي.
د قطر امیر ویلي، چې د دې تړونونو له لاسلیک وروسته دواړه هېوادونه د اړیکو بل پړاو ته داخل شوي.
ورته وخت کې ډونالډ ټرمپ هم د قطر له امیر سره د روسیې او اوکراین د جګړې او د سیمې د وضعیت په تړاو خبرې اترې ګټورې بللي دي.
یاده دې شي چې د امریکا ولسمشر له ریاض وروسته دوحې ته سفر کړی دی.