ډېر لوستل شوي

د غوري ولسونو ستونزې واورېدل شوې

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن(چهارشنبه، غویي ۲۴مه) له غرمې مخکې د غور له یو شمېر علماوو او مشرانو سره لیده کاته کړي دي.

په دې کتنه کې علماوو او مخورو د غور د ټولنیز وضعیت په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال سره مالومات شریک کړي او له مسوولینو یې غوښتنه کړې چې ددې ولایت په لرو پرتو سیمو کې دې لومړنۍ اسانتیاوې، سړکونه، مدرسې، ښوونځي او روغتونونه جوړ کړي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د غور ولایت له علماوو او مشرانو سره په کتنه د خوښي څرګندولو ترڅنګ ټینګار کړی، چې د امنیت تامین او د ټولنیزې هوساینې برابرول د اسلامي امارت له مسولیتونو څخه دي او په دې برخه کې هېڅ ډول همکارۍ ونه سپموي.

اړوند خبرونه