ډېر لوستل شوي

د ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ يو پلاوی د کازان اقتصادي فورم لپاره تاتارستان ته روان شو

د رياست‌الوزراء اقتصادي معاونيت مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ لوړپوړی پلاوی د کازان ۱۶م نړيوال اقتصادي فورم کې د ګډون په موخه تاتارستان ته روان شو.

ياد معاونيت وايي، ټاکل شوې چې ښاغلي برادر په مشرۍ پلاوی به د دې نړيوال فورم په څنډه کې د يو شمېر هېوادونو له لوړپوړو چارواکو سره رسمي ليدنې هم ولري. د کازان فورم، چې د روسیې په تاتارستان جمهوریت کې ترسره کېږي، یو له مهمو اقتصادي غونډو څخه دی چې په کې د ګڼو هېوادونو لوړپوړي چارواکي، پانګه‌وال او اقتصادي کارپوهان ګډون کوي.

اړوند خبرونه