ډېر لوستل شوي

غور ته د ښوونځیو، سړکونو او روغتیايي مرکزونو غوښتنه وشوه

د رياست‌الوزرا‌ء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي نن د غور ولايت له يو شمېر علماوو او مشرانو سره وکتل.

د اسلامي امارت مرستيال وياند ملا حمدالله فطرت وايي، په دې ناسته کې د ياد ولايت علماوو د سېلابونو له امله اوښتو زيانونو ته په اشارې غوښتنه کړې، چې اسلامي امارت د دې ولايت په ليرې پرتو سيمو کې د مدرسو او ښوونځيو جوړولو، د مواصلاتي لارو ترميم او د روغتيايي مرکزونو جوړولو ته جدي پام‌لرنه وکړي.

ښاغلي عبدالسلام حنفي دغه راز د هغوی وړاندېزونه اورېدلي او شته امکاناتو ته په کتو يې د حل ډاډ ورکړی دی. ياده دې وي، د غور ولايت علماوو په دې ناسته کې د امنيت د ټنګښت او خلکو ته د خدمت برابرولو په برخه کې د سيمه‌ييزو مسوولينو په هڅو خوښي ښودلې او په بېلابېلو برخو کې يې له دغو مسوولينو سره د خلکو له همکاريو يادونه کړې ده.

اړوند خبرونه