ډېر لوستل شوي

پکتیکا کې د ترافیکو نښو د لګولو لړۍ پیل شوې

پکتیکا د امنیه قوماندانۍ رسنیز دفتر ویلي چې دې ولایت کې د ترافیکو مدیریت له لوري د لویو لارو په اوږدو کې د ترافیکي نښو د لګولو لړۍ پیل شوې ده.

د پکتیکا ځایي مسوولینو ویلي چې د لویو لارو پر غاړو به لسګونه پایې ودروي او ترافیکي نښې به پرې ولګوي؛ تر څو موټر چلوونکو ورته پام وکړي.

ویل کیږي چې دا لوحې به له مرکز ښرنې ـ ارګون او جاني خېلو ولسوالیو ته پر غځېدلو لارو ولګول شي.

یاده دې شي چې تر دې پخوا هم د مرکز ښرنې اړوندو سیمو کې د ښه پوهاوي په پار ورته لوحې نصب شوې وې.

اړوند خبرونه