د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر او مله پلاوي د تاجکستان د انرژۍ له وزیر سره کتنه کړې ده.
دې کتنه کې د یاد هېواد د انرژۍ وزیر افغان پلاوي ته ښه راغلاست ویلی او ژمنه یې کړې چې دوشنبه به له کابل سره د انرژۍ لېږد، ټیکاو او امنیت برخو کې ګډ کار کوي.
د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ډاکټر عبدالباري د تاجیکستان لوري له رسمې بلنې مننې کړې او په وینا یې افغانستان او تاجکستان په ګڼو برخو کې مشترکات لري.
دې ناسته کې افغان پلاوي د برېښنا برخه کې د لویو فرصتونو په تړاو مالومات وړاندې کړي دي. د ناستې پای کې دواړو لورو ژمنه وکړه چې د دوو ګاونډیو اسلامي هېوادونو په توګه به د برېښنا انرژۍ هر اړخیز ثبات برخه کې په ګډه کار کوي.