د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي او د قزاقستان جمهوریت د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر مرات نورتلیف ټيلیفوني خبرې اترې کړي دي.
په دې ټیلیفوني خبرو کې د دوو اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، د دوې اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزېټ پراختیا او د ډپلوماتیکو اړیکو د کچې پر لوړولو خبرې شوي دي.
مولوي امیر خان متقي قزاقستان سره د افغانستان اړیکې مهمې بللي دي او ګڼو برخو کې یې د همکاریو پراختیا ته خپله ژمنتیا څرګنده کړې.
د هېواد د بهرنیو چارو وزیر قزاقستان د مرکزي اسیا مهم هېواد یاد کړی او هیله یې کړې چې له رامنځته شویو ظرفیتونو څخه په استفادې باید دواړه هيوادونه د سیمې د پرمختګ او ښېرازۍ لپاره ګډ کار ورکړي.
د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې په نږدې راتلونکي کې به په یو رسمي سفر کابل ته راشي.
ښاغلي نورتلیف څرګنده کړې چې هېواد يې چمتو دی په افغانستان کې د تورغنډۍ-هرات ریل پټلۍ جوړولو په برخه کې ۵۰۰ ملیونه ډالره پانګونه وکړي.
په پای کې دواړو لوريو هوکړه کړې چې د دوه اړخیزو اړیکو د لا پرمختګ لپاره به د اړیکو کچه لوړوي.