ډېر لوستل شوي

د اسلامي امارت د مشرتابه په حکم ولایتي ټاکنې شوي

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد پر خپل اېکس د امیرالمؤمنین حفظه الله په حکم د یو شمېر نویو ټاکنو خبر ورکړی دی.
ښاغلي مجاهد لیکلي، چې د سمنګانو ولایت مخکنی امنیه قومندان مولوي حبیب الله شاکر، د بامیان ولایت د امنیه قومندان په توګه، د بامیان ولایت مخکنی امنیه قومندان سید محمد حنیف عباده، د سمنګانو ولایت د امنیه قومندان په توګه، د بلخ ولایت د استخباراتو مخکنی رییس ملا رحمت الله ناظم، د دفاع وزارت د ستر درستیز د توپچي ریاست د رییس په توګه ټاکل شوي دي.
یاده دې شي چې د اسلامي امارت د مشرتابه په حکم تر دې وړاندې هم یو شمېر ټاکنې شوي دي.

اړوند خبرونه