د بلخ د مقام رسنیز دفتر د شمال لوېدیځ او شمال ختیځ زون د نهو ولایتونو د والي صاحبانو، امنیه قومندان صاحبانو او د استخباراتو د رییسانو ترمنځ په فیض اباد کې د همغږۍ د ګډې ناستې خبر ورکړی دی.
په یاده ناسته کي د بلخ د والي ملا محمدیوسف وفا ترڅنګ د قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري، د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال، د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال، د بدخشان والي او د بېلابېلو قول اردو ګانو مسوولینو برخه اخیستې وه.
دې ناسته کې د عالیقدر امیر المومنین حفظه الله تعالی د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې د فرمان او همدارنګه د نورو فرمانونو د تطبیق او څارنې، د همغږۍ د زیاتولو، یو بل سره د تجربو پر شریکولو او نورو برخو بحثونه شوي دي.
د بلخ والي محمدیوسف وفا د شمال لوېدیځ او شمال ختیځ زون د نهو ولایتونو له والیانو او نورو مسوولینو مننه کړې او د ورته ناستو زیاتول یې اړین ګڼلي دي.