ډېر لوستل شوي

امريکا کې د قتل په تور نیول شوي لس کسان له زندانه تښتېدلي

د امریکا د نیو اولینز له عدلي زندان څخه د قتل په تور نيول شوي لس تنه بندیان په تېښته بریالي شوي دي.

 د “اېن بي سي نیوز” د راپور له مخې، یادو کسانو د زندان د حمام له لارې یو سورى جوړ کړی او له هغه ځایه بهر ته وتلي دي.

د زندان مسوولینو د یوې خبري ناستې پر مهال دا تېښته له بهرنۍ همکارۍ پرته غير ممکنه بللې او ویلي یې دي، چې په دې اړه پلټنې پیل شوې دي. د ياد زندان چارواکو ځيني شواهد وړاندې کړي، چې ښيې يادو بنديانو سره په زندان کې د ننه مرسته شوې او ښايي د همدې مرستې له امله يې تېښتې ته زمينه برابره شوې وي.

اړوند خبرونه