د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په رسمي بلنه تهران ته سفر وکړ.
د یاد وزارت د مطبوعاتو او عامه اړیکو رییس حافظ ضیا احمد تکل وايي، په دې پلاوي کې د اقتصاد وزارت مرستیال ډاکټر عبداللطیف نظري هم شامل دی. ښاغلی تکل زیاتوي، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر به د تهران د خبرو اترو فورم کې د ګډون تر څنګ له خپل ایراني سیال او یو شمېر نورو لوړپوړو ایراني چارواکو سره هم لیدنې او خبرې ولري.