ډېر لوستل شوي

صهيونېست رژيم د يمن پر دوو بندرونو بريدونه کړي

د صهيونېست رژيم پوځ د يمن حديده او الصليف بندرونه تر بريد لاندې راوستي دي.

د ياد رژيم لومړي وزير بنيامين نتانياهو تر بريد وروسته حوثي ځواکونو ته بيا ګوښ کړی، چې د نورو بريدونو انتظار دې هم ولري.

د اسراييلو صهيونېست رژيم دا برید دوه ورځې وروسته تر هغه کړی، چې پوځ یې د یادو بندرونو اوسېدونکو ته څو ځلې خبرداری ورکړی و. په دغو بندرونو بريد د یمن د بشري وضعیت د لا خرابېدو وېره راولاړه کړې، ځکه چې د ملګرو ملتونو په وینا، حديده د یمن خلکو ته د ژوندي پاتې کېدو حیاتي لاره ده.

اړوند خبرونه