ډېر لوستل شوي

ملا نورالله نوري: راستنېدونکو کډوالو ته دې د سرپناه برابرولو چارې ګړندۍ شي

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت سرپرست ملا نورالله نوري د يوه پلاوي په مشرۍ د اسکانو د کمېټې له غړو سره کتلي دي.

ياد وزارت وايي، چې ښاغلي نوري او مل پلاوي د کمېټو له غړو سره د راتلونکو کډوالو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو او ستونزو هوارولو په تړاو خبرې کړې او د ننګرهار سرخ رود، بهسود، رودات او خوږیاڼو ولسوالۍ ته د سفر په ترڅ کې یې د کډوالو د ښارګوټو د رغنیزو چارو څارنه او ارزونه کړې.

ملا نورالله نوري د دغه سفر پر مهال له مسوولينو غوښتي، چې له پاکستان څځه د راستنېدونکو کډوالو لپاره دې د ښارګوټي رغنیزې چارې نورې هم ګړندۍ شي، تر څو کورونه او سرپناوې ورته برابرې شي. د يادونې وړ ده، چې ياد وزارت د دغه مهم بهیر د سمون او همغږۍ لپاره ځانګړې کمېټې جوړې کړې او د کډوالو لپاره ښارګوټي، سرپناوې او بنسټیزې آسانتیاوې یې برابرې کړې دي.

اړوند خبرونه