ډېر لوستل شوي

نړۍ کې ۲۹۵ میلیونه انسانان له لوږې سره مخ دي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتريش وايي، چې تېر ۲۰۲۴ کال په ټوله نړۍ کې ۲۹۵ ميليونه خلک له لوږې سره مخ شوي دي.

نوموړي په خپله اېکس پاڼه ټينګار کړی، چې د خوړو د بحران په تړاو د نړيوال راپور خبرداريو ته پام وکړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي زياته کړې: “اوس د عمل وخت دی او راځئ چې په ګډه لوږه ختمه کړو. ” دا په داسې مهال ده، چې لوږه او د خوړو نشتوالی له کلونو راپدې خوا د نړۍ یوه ستره بشري ستونزه پاتې شوې؛ خو د ۲۰۲۴ کال راپورونه ښيي چې دا بحران نور هم ژور شوی دی.

اړوند خبرونه