ډېر لوستل شوي

تهران: افغان کډوال به په پتمن ډول ستانه شي

د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزیر مولوي امير خان متقي په تهران کې د ایران د بهرنيو چارو له وزير ډاکټر سيد عباس عراقچي سره کتلي دي.

په دې ناسته کې پر دوو اړخيزو اړيکو، امنيتي مسايلو، اوبو او د کډوالو پر ستونزو خبرې اترې شوي دي.

د هېواد د بهرنيو چارو وزير د دواړو هېوادونو اړيکې مهمې ګڼلي او گڼو برخو کې يې د همکاريو پراختيا ته په پام، د ديپلوماتيکو اړيکو د کچې لوړول اړتیا بللې ده.

همداراز مولوي متقي له تهران څخه د افغان کډوالو د کوربتوب په پار مننه کړې او ویلي یې دي چې اسلامي امارت په هېواد کې د ټولو کډوالو د بیامېشتېدنې پلان لري.

د ايران د بهرنيو چارو وزير ټينگار کړی چې دواړه هېوادونه د خپلو دوو اړخيزو اړيکو نوي پړاو کې گام پر گام پرمختگونه لري او زياته يې کړه چې زموږ اړيکې د پراختيا پر لور ځي. ډاکټر سيد عباس عراقچي ویلي چې افغان کډوال به په تدریجي او پتمن ډول خپل هېواد ته ستنوي.

اړوند خبرونه