د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو مرستيال مولوي حياتالله مهاجر فراهي د افغانستان تاريخي اثار يوازې د دولت نه، بلکې د ټول ولس ګډ ميراث بللی دی.
د اميد راډيو خبريال د موزيمونو د نړيوالې همغږۍ په نمانځغونډه کې د ښاغلي فراهي په حواله ويلي، چې رسنۍ نړيوالو ته د افغانستان تاريخي آثارو د پېژندلو په برخه کې مهم رول لري.
مولوي حياتالله مهاجر فراهی دغه راز زياته کړې، چې ډېر ژر به د هېواد د کلتور د لا ښه پېژندلو په موخه پوځي موزيمونه هم جوړ شي.