د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي امير خان متقي د ایران له ولسمشر ډاکټر مسعود پزشکيان سره کتلي دي.
په دې ناسته کې پر دوه اړخيزو اړيکو او ايران کې د مېشتو افغان کډوالو پر وضعیت خبرې اترې شوي دي.
د ايران ولسمشر دواړه هېوادونه نږدې ګاونډیان بللي او ویلې یې دي چې هېواد یې افغانستان سره اړیکو پراخونې ته چمتو دی.
ښاغلي مسعود پزشکيان همداراز د دواړو هېوادونو پر نږدېوالي ټينگار کړی او افغان کډوالو ته یې د اسانتیاوو د برابرولو ډاډ څرګند کړی دی.
د بهرنيو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د دواړو هېوادونو پر مثبتو اړيکو او نږدې همکاريو ټينگار کړی. سرپرست وزیر د دواړو هیوادونو ترمنځ یې د سوداګرۍ پر زیاتوالي، نشه یي توکو کنټرول او د سیاسي اړیکو پر پراخولو ټینګار کړی دی.
یاده دې شي چې د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر په مشرۍ یو افغان پلاوی د ایران د خبرو اترو کنفرانس کې د ګډون په پار تهران ته تللی دی.