د بلخ والي ملا محمد يوسف وفا د ترکمنستان جنرال کونسل، د پاکستان د جنرال کونسلګرۍ سرپرست، د ايران سرکونسل، د ترکيې د جنرال کونسل سرپرست، د اوزبيکستان کونسل، د قزاقستان د سفارت سوداګرۍ استازي سره کتلي دي.
ځايي مسوولين وايي، په دې ناسته کې ښاغلي وفا د يادو هېوادونو له استازو مننه کړې او ويلي يې دي، چې په ټول هېواد کې سراسري امنيت ټينګ شوی، فساد له منځه وړل شوی او يو واحد اسلامي حکومت د هېواد د چارو رهبري پر غاړه لري.
د بلخ والي د يادو هېوادونو له استازو د بېوزلو هېوادوالو، په ځانګړي توګه راستانه شويو کډوالو سره د بنسټيزو همکاريو په برخه کې د همکاريو غوښتنه کړې ده. د معلوماتو له مخې، د دغو هېوادونو استازو له اړوندو افغان ادارو سره د بشري، کلتوري، روغتیايي، تعلیمي، سوداګرۍ، کرنې او نورو بنسټیزو همکاریو ډاډ ورکړی او روان وضعیت یې د ګډو همکاریو لپاره مثبت بللی دی.