د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت سرپرست ملا نورالله نوري د مشرقي ولايتونو ته د خپل سفر په ترڅ کې د ننګرهار، کونړ او نورستان ولايتونو د سرحدي کمېټو له مسوولينو سره ناسته کړې ده.
ياد وزارت وايي، په دې ناسته کې ولايتي کمېټې غړو په ولسواليو کې د پلي شويو پروژو معلومات شريک کړي او په پاتې چارو کې يې د لا هلو ځلو ژمنه کړې ده.
ښاغلي نوري هم د مسوولينو ستونزې اورېدلې او له ټولو يې غوښتي، چې ورسپارل شوي مسووليتونه په پروه ژمنتيا او اخلاص سره ترسره کړي او دغه راز ټينګار يې کړی، چې مسوولين دې په چارو کې له روڼتيا څخه کار واخلي. ياد وزارت ډاډ ورکړی، چې د دغو ولایتونو په ليرې ولسوالیو کې به خلکو ته د اوبو رسونې، مخابراتي شبکو، ښوونځیو، مدرسو، جوماتونو، سرکونو او پلچکونو رغولو پروژې پلي شي او د خلکو لومړنيو ستونزو ته به رسېدنه وشي.