ډېر لوستل شوي

مولوي امير خان متقي: اسلامي امارت اقتصاد محوره او متوازنه بهرنۍ تګلاره لري

د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي وايي، چې ګاونډي هېوادونه د اسلامي امارت په متوازن اقتصاد محوره سياست کې ځانګړی ځای لري.

مولوي امير خان متقي د تهران د خبرو اترو فورم کې ويلي، چې د اسلامي امارت د یوه هېواد د دوستۍ او مخالفت لپاره د بل هېواد پر وړاندې نه دریږي او غواړي له نړۍ سره متوازنې اړیکې ولري.

ښاغلي متقي دغه راز له ايران سره د هلمند د اوبو تړون ته ژمنتيا ښودلې او زياته کړې يې ده، که په دې برخه کې تړون هم نه وي، د ايران سيستان او بلوچستان ته د مسووليت له مخې، اوبه پرېږدي.

اړوند خبرونه