د ننګرهار مرستيال والي مولوي عزيزالله مصطفی، د کډوالو او راستنېدونکو رييس بازمحمد عبدالرحمن له يو شمېر مرستندويه بنسټونو سره کتلي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په دې ناسته کې د CORDAID، CDRO،RRAA ، OHW مؤسسو استازو د ياد ولايت په بېلابېلو برخو کې د راستنو شويو کورنيو ته د ۷۰ ميليونه يورو لګښت د پروژو له پليکېدو خبر ورکړی دی.
د ننګرهار مرستيال والي د يادو مؤسسو له همکاريو مننه کړې او په دې برخه کې يې د لا ډېرو اسانتياوو برابرولو ډاډ ورکړی.
د ويلو ده، چې د يادو مؤسسو په دغو پروژو کې به د راستنېدونکو کډوالو لپاره خوراکي، غير خوراکي او د نغدي پيسو مرستې شاملې وي.