د اسراييلو صهيونېست رژيم نن سهار د غزې پر تړانګې هوايي بريد کړی، چې له امله يې ۷۸ فلسطينيان شهيدان کړي دي.
د الجزيرې خبر له مخې، دغه بريدونه په داسې مهال کېږي، چې د قطر په منځګړيتوب د ياد رژيم او د حماس جهادي غورځنګ ترمنځ د اوربند خبرې بيا پيل شوې دي. د يادونې وړ ده، چې د دې جګړې تر ټولو ستره قرباني عام او بېګناه وګړي دي، چې له اوږدې مودې راپدې خوا د لوږې، بېسرپناهۍ او رواني کړاوونو سره مخ دي.