د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګي چارو مرستيال مولوي عتيقالله عزيزي د موزيمونو د نړيوالې همغږۍ په نمانځغونډه کې ويلي، چې د هېواد په موزيمونو کې د پېړيو تاريخي آثار شته.
د اميد راډيو خبريال په دې ناسته کې د ښاغلي عزيزي له قوله ويلي، چې دا تاریخي آثار د افغان ولس شتمني ده او د دوی ساتنه د هر افغان دنده ده.
فرهنګي مرستيال زياته کړې، چې هر ورځ په لسګونه کورني او بهرني سېلانيان د افغانستان له موزيمونو ليدنه کوي.
مولوي عتيقالله عزيزي له ټولو مينهوالو غوښتي، چې افغانستان ته راشي او د هېواد تاريخي سيمې او موزيمونه له نږدې وګوري.